امریکا کې د اورلګېدنې شپږمه ورځ؛ یوازې ۱۱ سلنه مهار شوې

امریکا کې د اورلګېدنې شپږمه ورځ؛ یوازې ۱۱ سلنه مهار شوې نړۍ

امریکا کلفورنیا ایالت کې د پراخې اورلګېدنې شپږمه ورځ ده؛ لا هم اور په چټکۍ په پراخېدو دی او زبرځواکه امریکا یې پر وړاندې بې وسه ده.

 د امریکا سي اېن اېن تلوېزیون ویلي، چې اورلګېدنه یوازې ۱۱ سلنه مهار شوې، خو شپږ ځایه لا هم پراخ اور بل دی.

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ویلي، چې دې اورلګېدنې شاوخوا ۴۰ زره ایکړ یا شاوخوا ۸۰ زره جرېبه ځمکه سوځولې ده.
یاد اژانس ویلي، چې دې اورلګېدنه کې له ۱۲ زره زیات کورونه سوځېدلي دي.

د مرګ ژوبلې په اړه که څه هم تر اوسه کره معلومات نشته، خو سي اېن اېن ویلي، چې ۱۶ کسان په کې مړه شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د دې اورلګېدنې مهار کې د امریکايي حکومت ناکامي ګڼ توند غبرګونونه راپارولي او حکومت د خپل ولس او چارواکو له لوري له ګڼو نیوکو سره مخ دی.

تړلي موضوعات