ایران باید د سوریې ورانولو کې د ګډون له کبله تاوان ورکړي
د سوریې نوي حکومت د سوریې ورانولو کې د ونډې اخیستو له کبله له ایران څخه غوښتي چې د ۳۰۰میلیارد ډالرو غرامت ورکړي.
د المدن په نوم د لبنان یوې رسنۍ خبر ورکړی، چې سوریه کې د بشارالاسد حکومت تر نسکورېدو وروسته د سوریې نوی حکومت له ایران څخه د ور اوښتي زیان غوښتنه کوي.
د المدن د راپور له مخې، د سوریې نوی حکومت به د دې غرامت د ترلاسه کولو لپاره نړېوالې محکمې ته مراجعه وکړي.
د سوریې نوی حکومت وروسته له هغې ایران څخه د غرامت غوښتنه کوي، چې د بشارالاسد په مشرۍ حکومت کې سوریه د ایران د نیابتي ډلو په مهمې اډې بدله شوې وه، چې له کبله یې دغه هېواد کلونو کلونه د اور په جګړې کې وسوځېد.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د سوریې نوي حکومت مشر احمد الشرع ایران د دوی اصل دښمن بللی و.