چین بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو ته د کورونو جوړولو لپاره چمتو دی
کابل کې د چین سفیر ژاوشینګ د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره کتنه کې افغانستان سره د چین همکاریو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، هېواد یې چمتو دی چې بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو ته کورونه جوړ کړي.
د چین سفیر دې کتنه کې د سړوخونو، کرنې، روغتیا او کانونو برخه کې د چینایي پانګوالو د پانګونې خبر هم ورکړی دی.
نوموړي زیاته کړې، تېرو درېیو کلونو کې چین تر ټولو ډېرې وېزې افغان سوداګرو ته ورکړې دي چې دغه موضوع کابل سره د بیجینګ د ښو اړیکو ښودنه کوي.
په ورته مهال عبدالسلام حنفي د افغانستان پر وړاندې د چین له دریځ ستاینه کړې او د افغانستان روغتیایي مرکزونو تجهیز او برېښنا تولید برخو کې یې د یاد هېواد د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې.