د حریت اونیزې ۹۱ یمه ګڼه چاپ او خپره شوه

د حریت اونیزې ۹۱ یمه ګڼه چاپ او خپره شوه افغانستان
انځور ډیزاین حریت راډیو

تېره ورځ د حریت اونیزې ۹۱ یمه ګڼه ( د ۱۴۰۳ ل د جدي ۱۳ - ۲۰ نېټې) چاپ او خپره شوه.

 

یاده ګڼه د هېواد بېلابېلو ولایتونو او د کابل بېلابېلو سیمو ته لېږدول شوې او د وېش په حال کې ده.

 

په دې ګڼه کې د سرمقالې په ګډون بېلابېلې لیکنې، راپورونه، خبرونه، تاثرات، پر کتاب تبصره، شعرونه او نور مطالب خپاره شوي.

 

د دې اونیزې چلوونکي وايي، چې حریت اونیزه په اوونۍ کې یو ځل په دې هوډ خپرېږي چې تر پخوا به لا معیاري، د مینوالو د خوښې وړ او مسلکي کېږي.

 

د یادونې ده، چې حریت اونیزه اوس مهال د حریت راډيو په امتیاز او مدیریت خپرېږي، چې تېره ورځ یې د درېیم کال څلورمه ګڼه چاپ او خپره شوه.

تړلي موضوعات