افغانستان کې پر رواني ناروغیو د اخته امریکايي سرتېرو له ډلې یوه یې په موټر بم کې ځانوژنه کړې

افغانستان کې پر رواني ناروغیو د اخته امریکايي سرتېرو له ډلې یوه یې په موټر بم کې ځانوژنه کړې نړۍ
امریکا کې د پنجشنبې ورځې برید

متیو الن ال هغه امریکايي پوځي و چې وړاندې افغانستان ته د نظامي ماموریت لپاره راغلی و، دغه امریکايي عسکر د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ د  ټرمپ هوټل مخ ته له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه.

 

اېف بي ای یا د امریکا د داخلي اطلاعاتو  او امنیت سازمان په تازه څېړنو کې ویلي، چې متیو الن ال پخوا په افغانستان کې عسکري خدمت کړی و او اوس یې رواني ستونزه درلوده.

 

د یادې ادارې د څېړنو مامور سپنسر ایوانز ویلي، له دې پېښي داسې معلومیږي، چې دا د یوه پخواني پوځي د ځان وژني پېښه ده.

 

د اېف بي ای سازمان د څېړنو دغه مامور همداراز ویلي، چې الن ال د خپل موټر له چاودنې وړاندې پر ځان هم ډزې کړې دي

 

د افغانستان له جګړې ستانه شوي د امریکایي پوځ ګڼ شمېر عسکر په رواني ناروغۍ اخته شوي چې لامل یې پر دوی د شدیدې وېرې او اضطراب تېره شوې څپه ښودل کیږي.

تړلي موضوعات