د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه لوړ پوړی پلاوی نیمروز تللی

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه لوړ پوړی پلاوی نیمروز تللی افغانستان
د لوی درستیز په مشرۍ نیمروز ولایت ته تللی پلاوی

د نیمروز ولایت مقام رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د وسله وال پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په مشرۍ د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې پلاوي د نیمروز والي او د کډوالو کمېټې غړو سره کتلي.

 

دغه پلاوي ویلي، د ټولو کډوالو ستونزې به واوري او له ولایتي ادارې سره په همغږۍ به ورته رسېدنه وکړي.

 

په ورته مهال د نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد هم د کډوالو شته ستونزې له ورغلي پلاوي سره شریکې کړې دي.

 

ښاغلي خالد ویلي، کډوالو ته د ښارګوټي جوړولو لپاره یې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې کړې او ژر به یې د جوړېدو چارې پیل شي.

 

نوموړي له یاد پلاوي غورغوري سیمه کې هم د کډوالو لپاره په ۱۰ زره جریبه ځمکې د ښارګوټي جوړولو غوښتنه کړې.

 

بلخوا فصیح الدین فطرت د کډوالو شته ستونزو ته د رسېدنې ډاډ ورکړی په خبره یې، ډېر ژر به نیمروز کې پر کډوالو د ځمکو وېش پیل شي.

تړلي موضوعات