صهیونېست شنونکی: غزه کې د حماس غورځنګ د ماتې څرک نه لیدل کیږي

صهیونېست شنونکی: غزه کې د حماس غورځنګ د ماتې څرک نه لیدل کیږي نړۍ
انځور ډیزاین حریت راډیو

اسرائیلو کې د « آوای ایساچاروف» مشهور شنونکی وایي، غزه کې اسرائیلو ته درنه مرګژوبله اوښتې او ورسره ښکېل (حماس غورځنګ) د تسلمیدو هېڅ نښه  نه لیدل کیږي.

 

شنونکي د اسرائیلو «یدیعوت آحارانوت» ورځپاڼې نشر شوې مقاله کې وروسته له هغې دا خبره کړې، چې د اسرائیلو په پوځ کې د جګړې څخه را ګرځېدلو ځان وژونکو اسرائیلي پوځیانو شمېر ۲۸ تنو ته لوړ شو.

 

الجزیرې د دغه شنونکي له قوله ويلي، اسرائیل په روانه جګړه کې هېڅ دایمي لاسته راوړنه نلري او په خبره یې، د صهیونېست ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل غورځنګ د جګړې د ګټلو په برخه کې ښه بلدتیا لري.

 

ایسچاروف په خبره، اسرائیل د دښمن د پرځولو په موخه غزه کې عامه بنسټونه له منځه وړي په خبره یې، موږ ددې شاهدان یو، چې «هلته انساني ناورین رامنځ ته شوی او له ویجاړیو پرته بل هېڅ نشته چې دا غیر انساني کړنه د دوی پر ناکامۍ دلالت کوي.»

 

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائیلو په غزې تړانګه کې د حماس غورځنګ پر کسانو د هوا او ځمکې له لارې نږدې ۴۰ زره ټنه چاودېدونکي توکي کارولي خو سره له دې بیا هم د یوې شرموونکې ماتې په پیڅه ولاړ دي.

تړلي موضوعات