بې وزله کډوالو لپاره څه باندې ۲۸ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوه
د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، په ۹ ولایتونو کې یې بې وزله کډوالو لپاره ۲۸ زره ۱۱۶ جریبه ځمکه په نښه کړې ده.
د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست شیخ حمدالله نعماني وایي، دغه ځمکې په کابل، غزني، ارزګان، فراه، کندهار، شبرغان، سمنګان، پنجشېر او بامیان ولایتونو کې په نښه، او په ځېنو ولایتونو کې یې د توپوګرافي سروې هم بشپړه شوې ده.
یاده دې وي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو سره سلګونه زره هغه کډوال چې له یو شمېر هېوادونو را ستانه شوي پر وخت یې مدیریت شوی او ګڼ بې وزله چې دایمي بې سرپناه ستونزې سره مخ وو، اوس یې په هواري لاس پورې شوی.