غزه کې د پرلپسې دوه ورځنیو بمباریو له امله ۱۵۰ کسان شهیدان شوي دي

غزه کې د پرلپسې دوه ورځنیو بمباریو له امله ۱۵۰ کسان شهیدان شوي دي نړۍ
انځور ارشیف

الجزیرې تلوېزیون د فلسطین رسمي سرچېنو له قوله خبر ورکړی چې د پنجشنبې په ورځ ۷۷ او د جمعې په ورځ ۷۱ کسان د اسرائیلي اشغالګرو په هوايي بریدونو کې شهیدان شوي دي.

 

الجزیرې همداراز خبر ورکړی چې نن شنبه سهار مهال د اسرائیلو جنګي الوتکو د غزې لویدیځ الصحابه کوڅه کې پر یو کور برید کړی چې یوه ښځه د هغې خاوند او زوی یې په کې شهیدان شوي دي.

 

د نن شنبې په سهار دویم برید بیا د غزې په دیرالبلاح سیمه کې د اقصی شهیدانو روغتون ته نږدې د کډوالو په خیمو شوی چې تر اوسه یې د مرګ ژوبلې مالومات نه دي خپاره شوي.

تړلي موضوعات