امریکا غزه کې د جګړې اصلي مربي؛ اسرائیل په یوازې د جګړې توان نلري
اسرائیلي رسنۍ وایي، امریکا په غزه کې د جګړې له پیله له اسرائیلو سره د څه باندې ۲۲ میلیاردو ډالرو په ارزښت پوځي مرستې کړي دي.
د اسرائیلو هیوم ورځپاڼې راپور ورکړی، چې امریکا د جګړې په پیل کې له اسرائیلو سره د ۲،۴ میلیارده ډالرو په ارزښت له ۱۰ زره ټنو زیات چاودېدونکي توکي دغه هېواد سره مرسته کړې او دا اندازه د ۲۰۲۴ کال تر اګسټ میاشت پورې پنځه برابره زیاته شوې.
د المیادین رسنۍ د راپور په بنسټ، واشنګټن د CH-53 چورلکو او ګڼو نورو دفاعي توغندیو سربېره یې لارښود بمونه هم ورکړي.
تر دې وړاندې یو شمېر امریکایي شنونکو ویلي و، امریکا پر اسرائیلو د څه باندې ۳۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پلورلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې غزه کې د روان وحشت له امله امریکا فلسطین کې ښکېلو لوریو ته د اوربند وړاندیزونه کوي؛ خو د پردې ترشا ډول ډول نظامي تجهیزات اسرائیلو ته سپاري چې دغه وسلې د نتنیاهو په مشرۍ غزه کې په عامه تاسیساتو سربېره پر عامو خلکو کارول کیږي چې قربانیان یې ډېری ماشومان او مېرمنې دي.