امریکا کې د الوتکې غورځېدو پېښه؛ ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

امریکا کې د الوتکې غورځېدو پېښه؛ ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې نړۍ
امریکا کې لوېډلې الوتکه

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس خبر ورکړی، چې دغه الوتکه د امریکا کالفورنیا کې د یوې کارخونې له چت سره د ټکر له امله غورځېدلې.

 

دې پېښه کې ۲ تنه وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

 

ویل کېږي د فرنیچر جوړولو دغې فابریکه کې شاوخوا ۲۰۰ کسان په کار بوخت وو.

 

دغه پېښه داسې مهال کېږي، چې د ۲۰۲۵ کال لومړۍ ورځ هم د امریکا نیو اورلینز ښار کې پر خلکو یو باري موټر ختلی او ۱۵ کسان یې ووژل.

تړلي موضوعات