د سالنګ لویه لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شو

د سالنګ لویه لاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شو افغانستان
د سالنګونو لویه لار

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې سالنګ کې د واورې ورېدو، طوفان، د لیدو محدودې ساحې او د زیانونو د مخنیوي په موخه دغه لار په موقتي ډول د هر ډول وسایطو پر مخ وتړل شوه.

 

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق شناس ویلي، د سالنګ په بېلابېلو برخو کې د واورې کچه له ۹۷ څخه تر ۱۱۶ سانتي مترو پورې رسېږي.

 

نوموړي له هېوادوالو غوښتي چې راتلونکي خبرداري پورې په دې لارې له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

 

د یادونې ده، چې د سالنګونو د څارنې او ساتنې پرسونل هڅه کوي، چې پر وخت لاره پاکه او د تګ راتګ پر مخ یې پرانېزي.

تړلي موضوعات