متحده عربي اماراتو ۱۳۷ افغان بندیان ازاد کړي

متحده عربي اماراتو ۱۳۷ افغان بندیان ازاد کړي افغانستان
متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت

متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت ویلي، دغه افغانان د دې هېواد په بېلابېلو زندانونو کې بندیانو وو، چې د اماراتو د عیدالوطني ۵۳ مې کالیزې په مناسبت د اماراتو د مشرتابه د عفوې فرمان په اساس ازاد شوي دي.

 

متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد بندیان د بهرنیو چارو وزارت او د یاد سفارت په ګډو هڅو راخلاص شوي دي.

 

خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، د عفوه شویو بندیانو له ډلې یې یو شمېر ازاد او پاتې به نږدې راتلونکي کې ازاد او د پېژندنې نوملړ به د هغوی د خپلوانو خبرېدو په موخه له هېوادوالو سره شریک شي.

 

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت چارواکو په هڅو د پاکستان، ایران، متحده عربي اماراتو او ځینو نورو هېوادونو له بندخونو په زرګونو افغانان ازاد او بیرته خپل هېواد ته را ستانه شوي دي.

تړلي موضوعات