ا.ا.ا د تېرو نظامونو په پرتله د هېواد اقتصادي ودې ته لازم کارونه کړي
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د محمدیه دارالعلوم فاصلانو فراغت غونډې ته ویلي، هڅې روانې دي چې په کور دننه له خپلو ظرفیتونو څخه د تولید لپاره ګټه واخېستل شي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، اسلامي امارت د پخوانیو نظامونو پر خلاف د هېواد اقتصادي ودې لپاره لازم کارونه کړي دي.
سیاسي مرستیال همداراز ریاته کړې، چې د اسلامي امارت سیاسي او اقتصادي اړیکې د لا پراختیا په حال کې دي او ګڼ هېوادونه له افغان حکومت سره ښې اړیکې لري.
نوموړي یو ځل بیا د افغان کډوالو په کوربه هېوادونو غږ کړی، چې کډوال دې په زور ایستلو ته نه اړ کوي او اجازه دې ورکړي، څو په خپله خوښه هېواد ته را ستانه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېرو درېیو کلونو کې د هېواد ځان بسیاینې او اقتصادې ودې لپاره اسلامي امارت ګڼې هغه پروژې پيل او پلي کړې، چې د هېواد په اقتصادي رغونه کې اساسي رول لري.