کابل د کال لومړنۍ واورې وپوښلو
له تېرې شپې راهېسې پر کابل ښار د واورې ورښت پيل شوی چې ورسره به د ښار هوا هم تر یو بریده پاکه شي.
دا چې واورې د اوږدې مودې لپاره په هېواد کې پاتې کیږي ویلې کېدا یې د ځمکې لاندې اوبه تغذیه کوي او همدارانګه د پسرلي او اوړي په موسمونو کې سیندونو ته اوبه برابروي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند ادارې تېره ورځ خبر ورکړی و چې له نیمروز پرته به په ټولو غرنیزو سېمو کې واورې او هوارو علاقو کې توند بارانونه وشي.
دغې ادارې د باران کچه له ۱۵ – ۵۰ ملي مترو او د واورې کچه له ۱۰ څخه تر ۵۰ سانتي مترو پورې اټکل کړې ده.
د یوې ساده او تقریبي محاسبې پر بنسټ د افغانستان نږې ۵۲ سلنه ورښت یواځې د ژمي په ۳ میاشتو کې کیږي. نږدې ۳۰ سلنه نور د پسرلي او ۱۵ سلنه یې بیا د مني او ژمي تر لومړنیو نېټو وي.