امریکا کې د ناامنۍ پېښې؛ د ټرمپ هوټل ته څېرمه د موټر بم چاودنه شوې
رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې دا پېښه په لاس ویګاس ایالت کې د ټرمپ هوټل ته څېرمه شوې ده.
رویټرز ویلي، چاودېدونکي توکي د ټیسلا شرکت په یو موټر کې ځای پر ځای شوي و.
پېښه کې موټر چلوونکی وژل شوی او ۷ کسه نور ټپيان دي.
تر اوسه د پېښې په اړه زیات توضیحات نه دي ورکړل شوي خو باور دادی چې چاودنه د ځای پر ځای شوي بم او یا هم د اور لوبې د توکو له امله رامنځته شوې.
دا پېښه د امریکا په نیو اورلینز ښار کې له ورته برید څو ساعته وروسته رامنځته شوې، چې په هغه پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوي دي.
د یادونې ده، چې تېر کال د امریکا په نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژنې څو ناکامې هڅې شوې دي.