امریکا کې یوه کس په خلکو موټر خېژولی؛ نږدې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د امریکا فدرال پولیسو اعلان کړی، چې یوه ۴۲ کلن سړي د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ ورځ د نیو اورلینز په ښار کې پر خلکو یو باري موټر خېژولی او ۱۵ کسان یې وژلي دي.
رویټرز خبري اژانس د FBI چارواکو په حواله ویلي، چې په دې برید کې شاوخوا ۳۰ نور کسان ټپیان شوي دي.
ویل کیږي چې د بریدګر په موټر کې دننه وسلې او چاودېدونکي توکي هم موندل شوي او اېف بي آی د دغه برید په اړه خپلې پلټنې پیل کړې دي.
د يادونې ده، چې په دې وروستيو کې په ټوله امريکا کې وسله وال بريدونه ډېر شوي، چې د امریکا امنیت ننګولو سربېره یې امريکايي وګړو کې وېره خپره کړې او درنه مرګ ژوبله لري.