شهید یحی السنوار د عربي نړۍ د کال غوره شخصیت ونومول شو

شهید یحی السنوار د عربي نړۍ د کال غوره شخصیت ونومول شو نړۍ
د حماس عورځنګ د سیاسي دفتر مخکنی مشر یحی السنوار

د حماس جهادي غورځنګ د سیاسي دفتر مخکینی مشر شهید یحی السنوار د مصر رصد ټلوېزیوني شبکې ټولپوښتنې کې د ۸۵ سلنه رایو په ترلاسه کولو د عربي نړۍ د غوره شخصیت په توګه نومول شوی دی.

 

دې ټولپوښتنه کې چې تر ۳۰۰زرو زیاتو کسانو ګډون کړی وو ۸۵ سلنو یې شهید السنور د عربي نړۍ د ۲۰۲۴ کال د غوره شخصیت په توګه نومولی دی.

 

یحی السنورا د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر په ۱۸مه د غزې تړانګې سویل رفح ښار تل السلطان سیمه کې له اشغالګرو پوځیانو سره په مخامخ جګړه کې په شهادت ورسېد.

 

د یادونې ده، چې یحی النسوار د طوفان الاقصی عملیاتو د طراح هم یادېږي هغه عملیات چې نړۍ ته یې د صهیونیستي رژیم د اطلاعاتي دستګاه ماتې په ډاګه کړه.

تړلي موضوعات