د لوږې او جګړې په څپو کې ایسار وجودونه اوس یخني ننګوي!
دا د غزې ماشومانو دردوونکی ژوند دی چې له درندو بمباریو ټپي او یا هم وږي راوتي دي، خو د ژمي یخو څپو پر وړاندې د داسې کمزورو وجودونو استقامت به له معجزې کم نه وي.
د ژمي پيل د غزې ماشومانو ژوند سر له اوسه ننګولی دی، غزه کې د روغتیا وزارت د تازه مالوماتو له مخې په تېرو څو ورځو کې ۸ ماشومانو د یخنۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی چې ۷ یې عمره ماشومان دي.
تسنیم خبري اژانس د همدې راپور په تړاو د آنروا اژانس رئیس «فلیپ لازاریني» له قوله ویلي، غزه کې ماشومان له سرپناه پرته په یخنۍ کې مري او دلته د ژمي لپاره کمپلې، توشکې او نور اړین توکي نشته ځکه چې د اسرائیلو د بریدونو له امله نشي کولای خپلې تړلې دروازې بیا پرانیزي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړیوال سازمان میاشت وړاندې ویلي و، د جګړې له پیله هره ورځ ۴۲ ماشومان د اسرائیلو له لوري په شهادت رسېدلي.
د دغه سازمان د راپور له مخې، په تېرو ۱۴ میاشتو کې د اسرائیلو له لوري په قصدي بریدونو کې د ۱۸ زره ماشومانو سربېره ۱۲ زره ۳۰۰ ښځې په قصدي توګه شهیدانې شوي.
سرچینې زیاته کړې، غزه کې له جګړې ور هاخوا د یخ او لوږې له امله ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکوي خو ګڼ شمېر هېوادونه د نوي کال د نمانځنې په موخه یې دغه ناورین له پامه غورځولی او په دې برخه کې چې ګواکې نړیوال د بشري حقونو ملاتړ ته ژمن دي ادعا یې باطله بللې.