قاتل پوځيان نور د پوځ د لیکو پر ځای زندان ته ترجیح ورکوي!
اسرائیلي اشغالګرو پوځیانو د جګړې روحیه بایللې، د پوځي ماموریت پر ځای زندان غوره بولي.
اسرائیلي رسنیو د یوه سرتېري له ځان وژنې او په جګړه کې د ۱۲ نورو وژل کېدو وروسته په دې اعتراف کړی چې پوځ ستړی شوی او سرتېري د نظامي مأموریت پر ځای په زندان خوښ دي.
المیادین رسنۍ اسرائیلو کې د یوه بنسټ مشر «أييلت هشاحر سيدوف» له قوله ویلي، د اسرائیلو پوځ په لیکو کې پراخه مایوسي شته او هغه کسان چې له جګړې را ګرځېدلي بېرته د ماموریت پر ځای د زندان غوښتنه کوي.
ده همدا راز ویلي، د غزې په تونلونو کې د بندیانو برخلیک نا څرګند دی او دې برخه کې د نورو پوځیانو ښکېلول یې د هغه هېواد قانون خلاف کړنه بللې.
په ورته مهال عبراني رسنیو د اسرائیلو مشهور لیکوال «شالمو شامیر» خپرې شوې مقالې په اساس ویلي، چې اسرائیل په نړۍ کې خپل سیاسي موقف له لاسه ورکړې او په نړېواله کچه د بې باورۍ پر لور روان دي.
د یادولو ده چې له تېرو پنځلس میاشتو راهېسې د اسرائیلو خونخوار پوځ په غزه کې د بې ګناه انسانانو قتل عام ستړي کړي او نږدې ده چې د نسل وژنې دا تاریخي جنایت په خپلې شرموونکې ماتې ثبت او پای ته ورسوي.