چین د امریکا محرمو اسنادو ته لاسرسی پیدا کړی
رویټرز خبري اژانس د امریکا مالیې وزارت د راپور له مخې لیکلي، چینايي هکرانو د امریکا پر مالیې وزارت سایبري بریدونه کړي او پټو اسنادو ته یې لاسرسی پیدا کړی.
رویټرز خبري اژانس ویلي، د چینايي هکرانو له لوري دا سایبري برید د امریکا مالیې وزارت پر انلاین سیسټمونو شوی او محرمو اسنادو ته یې لاسرسی پیدا کړی.
په دې اړه ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي خو رویټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکو له قوله ویلي، اېف بي ای په دې تړاو څېړنې کوي.
بلخوا چیني چارواکو دا تورونه بې اساسه بللي او زیاته کړې ده، چې د سایبري امنیت په برخه کې د نړېوالو قوانینو رعایت ته ژمن دي.