تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ فلسطینیان د اسرائیلو زندان کې شهیدان شوي
الجزیرې د راپور په بنسټ، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵ فلسطیني زندانیان د صهیونېست ځواکونو په زندان کې شهیدان شوي او پنځه واړه یې د غزې اوسېدونکي یاد کړي.
الجزیرې په فلسطین کې د بندیانو چارو د مسؤلینو له قوله ویلي، چې صهیونېست ځواکونه په بهانو سره نیول شوي بندیان په خپلو زندانونو کې مرګوني شکنجه کوي.
دوی زیاته کړې، صهیونېست اشغالګر ځواکونو د زندانیانو هر ډول بشري او انساني کرامات له پامه غورځولي، مرګونې شکنجې یې هغه څه دي چې باید د نړېوالې ټولنې په منځګړیتوب ورته حل لار پیدا شي.
د یادونې ده، چې د اسرائیلو له لوري د دوی په زندانونو کې د جګړې له پیله ۵۵ تنه بندیان د شکنجو له امله شهیدان شوي دي.