سویلي کوریا کې سیاسي کړکېچ؛ یوې محکمې د دغه هېواد د ولسمشر د نیولو امر کړی
د سویلي کوریا یوې محکمې د سه شنبې په ورځ اجازه ورکړې، چې د دې هېواد ولسمشر یون سیوک یول له استیضاح او له واک څخه له لرې کېدو وروسته د نظامي حکومت د اعلان له امله ونیول شي.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې د دې هېواد د لوړ پوړو چارواکو د فساد د تحقیقاتو دفتر تائید کړی، چې د سیول د لویدیځ ولسوالۍ یوې محکمې د یون سیوک یول د نیولو امر کړی.
د یادونې ده، چې یون سوک یول د نظامي حکومت د اعلانولو او د بغاوت د مشر په توګه په دې هېواد کې له تحقیقاتو سره مخ دی او د جنوبي کوریا یوې محکمې یې تازه د نیولو حکم صادر کړی دی.