د ا.ا مسئولین دې د سیمې او له سیمې ور اخوا هېوادونو سره د اړیکو پراخولو هڅې وکړي

د ا.ا مسئولین دې د سیمې او له سیمې ور اخوا هېوادونو سره د اړیکو پراخولو هڅې وکړي افغانستان
انځور: حریت راډیو

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین سره کتنه کې ویلي، د اسلامي امارت مسئولین دې د سیمې او له سیمې ور اخوا هېوادونو سره د افغانستان اړیکو پراخولو لپاره هڅې زیاتې کړي.

 

د ارګ مطبوعاتي دفتر په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، ښاغلي شاهین دې کتنه کې د سیاسي دفتر د کړنو راپور وړاندې کولو ترڅنګ ویلي، دې دفتر تل هڅه کړې چې د سیمې او نړۍ هېوادونو سره د افغانستان اړیکې پراخې او د هېواد له ملي ګټو دفاع وکړي.

 

د یادونې ده، چې قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر تېرو درېیو کلونو کې د نړې بېلابېلو هېوادونو سره د افغانستان اړیکو د عادي کولو لپاره زیاتې هڅې کړې او دا مهال اسلامي امارت تر ۴۰ زیاتو هېوادونو سره ډیپلوماټیکې، سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري.

تړلي موضوعات