غزه کې د جګړې ۴۵۱ مه ورځ؛ هره ورځ ۳۴۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
غزه کې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، اسرائیلو له لوري په غزې تړانګه کې له ۴۵۱ ورځو راپدېخوا مرګونې جګړه کې ۴۵ زره ۵۱۴ ملکي وګړي شهیدان او ۱۰۸ زره ۱۸۹ کسان ټپیان شوي دي.
د تسنیم خبري اژانس د راپور په بنسټ، اسرائیلو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې درې جلا بریدونو کړي چې په کې ۱۲۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې یې، ۳۰ شهیدان او ۹۹ ټپیان دي.
سرچینې غزه کې د روغتیا وزارت د کارکونکو له قوله ویلي، له تېرو ۱۵ میاشتو راهیسې زرګونه خلک ورک او یا تر خاورو لاندې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې صهیونېسټ اشغالګرو ځواکونو د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو په ملتیا غزه کې د قصدي وژنو لړۍ پیل کړې چې د ټولې مرګ ژوبلې اویا سلنه یې ماشومان او ښځې دي.