چمتو دي چې د افغانستان پوهنتونونو ودې او پرمختګ کې همکاري وکړي
کابل کې د ترکیې سفیر جنګ اونال د لوړو زده کړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم سره کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو علمي او تحصیلي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
دې کتنه کې د ترکیې سفیر ویلي، چمتو دي چې د افغانستان پوهنتونونو د ودې او پرمختګ کې همکاري وکړي.
ښاغلي اونال دې کتنه کې د تحصیلي پروګرامونو د پراختیا برخه کې د خپلو طرحو وړاندې کولو سربېره ساختماني انجنیري، کرنې او طب برخو کې د افغانستان تحصیلي بنسټونو پلاوي ته د ترکیې بلنه ورکړې، څو د علمي ظرفیت لوړونې او تجربو ترلاسه کولو په موخه د دې هېواد له پوهنتونونو لیدنه وکړي.
همداراز دې کتنه کې د لوړو زده کړو وزیر د افغانستان پوهنتونونو کې لیسانس او فوق لیسانس پروګرامونو ځواکمنتیا او تدریس برخه کې د ترکیې همکاري اړینه بللې.
ښاغلي وزیر ویلي، افغانستان له جګړو راوتلی هېواد دی او په بېلابېلو علمي او تحصیلي برخو کې لا همکارۍ ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د لوړو زده کړو وزارت خبر ورکړ، چې د تحصیلي بنسټونود پیاوړتیا په موخه یې د هېواد خصوصي او دولتي پوهنتونو کې د دوکتورا ۱۱ او ماسټري ۳۶ نوې څانګې پرانېستې دي.