د حریت اونیزې ۹۰ یمه ګڼه چاپ او خپره شوه
تېره ورځ د حریت اونیزې ۹۰ یمه ګڼه ( د ۱۴۰۳ ل د جدي ۷ - ۱۳ نېټې) چاپ او خپره شوه.
یاده ګڼه د هېواد بېلابېلو ولایتونو او د کابل بېلابېلو سیمو ته لېږدول شوې او د وېش په حال کې ده.
په دې ګڼه کې د سرمقالې په ګډون بېلابېلې لیکنې، راپورونه، خبرونه، تاثرات، پر کتاب تبصره، شعرونه او نور مطالب خپاره شوي.
د دې اونیزې چلوونکي وايي، چې حریت اونیزه په اوونۍ کې یو ځل په دې هوډ خپرېږي چې تر پخوا به لا معیاري، د مینوالو د خوښې وړ او مسلکي کېږي.
د یادونې ده، چې حریت اونیزه اوس مهال د حریت راډيو په امتیاز او مدیریت خپرېږي، چې تېره ورځ یې د درېیم کال درېیمه ګڼه چاپ او خپره شوه.