نتنیاهو د پروستات پر سرطان اخته شوی

نتنیاهو د پروستات پر سرطان اخته شوی نړۍ
د اشغالګر اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو

رویټرز خبري اژانس د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر له قوله خبر ورکړی، چې نتنیاهو د پروستات پر سرطاني ناروغي اخته شوی.

 

رویټرز وړاندې ویلي، چې نوموړی به نن یکشنبې د عملیاتو لپاره روغتون ته ولېږدول شي.

 

نتنیاهو چې ۷۵ کاله عمر لري د اسرائیلي اشغالګر رژیم تاریخ کې تر ټولو د اوږدې مودې حاکم دی، چې وحشتونو، ظلمونو او فساد کې ځانګړی نوم لري.

 

د یادونې وړ ده، چې د بنیامین نتنیاهو د واکمنۍ دواړو دورو کې د فلسطین په مسلمانانو بې ساري وحشتونه او ظلمونه ترسره شوي، چې پر غزې روان یو کلن یرغل کې تر دې دمه تر ۱۵۰ زرو ډېرو فلسطیني وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، په لکونو کډوالۍ ته اړ شوي او ټول له لومړنیو اړتیا بې برخې شوي دي.

تړلي موضوعات