د نوي فرمان په پلي کېدو به ګاونډیان د یو بل له ضرره په امان شي

د نوي فرمان په پلي کېدو به ګاونډیان د یو بل له ضرره په امان شي افغانستان
انځور: ارشیف

د اسلامي امارت مشرتابه عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ودانیو جوړولو او د ګاونډیو په لور د کړکیو پرېښودلو په اړه پنځه ماده ییز فرمان توشیح کړی.

 

د دې فرمان له مخې، که څوک په خپل ملکیت کې ودانۍ جوړوي او یا د لارې په اندازه بله ودانۍ شتون ولري د ودانۍ جوړونکی شخص نه شي کولی د ګاونډي په لور داسې کړکۍ پرېږدي، چې د هغه کور ترې معلوم شي.

 

همداراز هغه خلک چې مخکې یې د ګاونډیو پر لور کړکۍ پرې اېښې وي اړ دی د انسان د قد په اندازه د دېوال او یا بلې وسیلې په توګه له ګاونډي ضرر دفع کړي.

 

دې فرمان کې ښاروالۍ او نور اړوند بنسټونه مکلف شوي د ودانیو له جوړولو څارنه وکړي او فرمان څخه د سرغړونکو مخنیوی وکړي.

 

د یادونې وړ ده، چې ولسي خلکو د اسلامي امارت د مشرتابه د دې فرمان تود هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې پردېو کورونو ته د کړکیو پرېښودل په یوه ټولنیزه ستونزه بدل شوي و، چې امله به یې ګڼې شخړې ټولنې کې رامنځته کېدې.

تړلي موضوعات