افغانستان یو خپلواک هېواد په توګه له ځانه د دفاع مشروع حق لري

افغانستان یو خپلواک هېواد په توګه له ځانه د دفاع مشروع حق لري افغانستان
د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون ناسته

د رئیس الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د اسلامي امارت سیاسي کمېسیون پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

 

ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دې ناسته کې له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو او ستونزو، ځینو هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا او د افغانستان او سیمې وروستیو تحولاتو په اړه بحث او خبرې شوې دي.

 

د سیاسي کمېسیون ناسته کې ټینګار شوی، چې افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او د هېوادوالو دفاع خپل مشروع حق ګڼي.

 

د دې کمېسیون غړو ټینګار کړی، چې اسلامي امارت سیمه کې د ثبات او نظم غوښتونکی دی او هېوادونو دې د هر هغې کړنې چې  ثبات د له منځه وړلو او د کړکېچ د زیاتېدو لامل کېږي ډډه وکړي.

 

سیاسي کمېسیون داسې مهال له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع خپل مسئولیت بللی چې نن ورځ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو په انتقامي بریدونو کې د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ته د شریریو کړیو څو مرکزونه په نښه کړل.

تړلي موضوعات