خوستوالو د لاریون له لارې د افغان ځواکونو انتقامي بریدونه ستایلي
د خوست ولایت مرکزي سرګردان څلور لارې کې خوست مېشتو ولسونو د لاریون له لارې د نظام ملاتړ کړی او پر پاکستاني تاسیساتو انتقامي بریدونه یې ستایلي دي.
لاریون کوونکو د نظام په ملاتړ شعارونو سربېره د ډیورنډ فرضي کرښې بلې خوا څو نقطو کې د شریرو عناصرو او د هغوي د ملاتړو پر پټنځایونو انتقامي بریدونه ستایلي دي.
لاریون کوونکو د پکتیکا برمل کې د پاکستاني ځواکونو له لوري پر عامو وګړو بریدونه د نړېوالو قوانینو خلاف او بشري ضد کړنه بللې دي.
دغه لاریونونه داسې مهال کېږي، چې نن سهار افغان ځواکونو په انتقامي بریدونو کې د ډیورڼد فرضي کرښې بلې خوا د داعشي خوراجو مرکزونه په نښه کړل.
دغه انتقامي بریدونه وروسته له هغې ترسره شول، چې پاکستاني څواکونو څو ورځې وړاندې د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې په هوايي بریدونو کې ملکي وګړي په نښه کړل، تر دې بریدونو وروسته د ملي دفاع وزارت وویل، چې دغه بریدونه به بې ځوابه پرې نږدي.