امريکا: د غربت له امله په لارو کوڅو کې د اوسېدونکوشمېر ۱۸ سلنه زيات شوی؛ ډېری يې کوچنيان دي
امریکا کې تېر کال د هغو وګړو شمېر ۱۸.۱ سلنه زيات شوی، چې د استوګنې لپاره ځای ځايګی نه لري او له همدې امله په لارو کوڅو کې ژوند تېروي. په دوی کې داسې وګړي هم شته چې د لومړي ځل لپاره دغه ژوند تجربه کوي.
د امريکا د استوګنې او ښاري پراختيا وزارت د جمعې د ورځې له اعلان سره سم؛ د کورونو او استوګنځايونو لوړ نرخونه، انفلاسيون، سيستماتيکه توکمپالنه، طبيعي پېښې او د کډوالۍ لوړه کچه د دې لامل شوي، چې په لارو کوڅو کې د اوسېدونکو شمېر په ريکارډ کچه لوړ شي.
د وزارت له خپاره کړو معلوماتو سره سم د دغو کسانو شمېر (۷۷۱۴۸۰) تنو ته رسېږي، يعنې په هرو ۱۰ زرو کې ۲۳ تنه د اوسېدو لپاره ځای نه لري، چې دا د تېر په نسبت د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو تر منځ موده کې ۱۸ سلنه زياتوالی ښيي. دا له هغو خلکو پرته چې د خپلو کورونو نه لرلو له امله له خپلو خپلوانو او يا ملګرو سره اوسېږي.
معلوماتو کې ويل شي، چې په همدې موده کې د بې کوره شويو تر ټولو لوړه سلنه کوچنيان جوړوي چې د ټولې سلنې ۳۳ سلنه جوړوي او په دوې کې ۱۵۰،۰۰۰ کوچنيان داسې دي، چې له ناورين سره مخ دي.
د امريکا دننه دغه بې وزله خلک په داسې حال کې په لارو کوڅو کې خپلې ورځې او شپې سبا کوي، چې ډېری وختونه يې ښاروالۍ او ځايي خلک دغه ژوند ته هم نه پرېږدي او په پرلهپسې ډول يې د خپلو ځايونو بدلولو ته اړ باسي.
د دې هېواد سترې محکمې د ۲۰۲۳ کال په لومړيو کې ښارونو ته اجازه ورکړه، چې په لارو کوڅو کې دغه خلک خوب يا شپو سبا کولو ته پرېنږدي.