تېره میاشت څه باندې ۱۵۰ زره الکترونیکي پېژندپاڼې وېشل شوې
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روان کال په لیندۍ میاشت کې د ټول هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو او آسان خدمت ۷۳ وېش څانګو له لارې یې ۱۵۰ زه ۳۰۰ پېژندپاڼې پر هېوادوالو وېشلي دي.
د سرچېنې په خبره، دغه پېژند پاڼې یې په کابل، کندهار، بلخ، بغلان او هلمند ولایتونو کې وېشلې دي.
د خبر پاڼې له مخې، تر ټولو ډېرې پېژندپاڼې یې په کابل کې وېشلې دي چې ارقام یې ۵۴ زره ۱۱۸ یاد کړي دي.
یاده دې وي، چې له شاوخوا درې کلونو راپدېخوا په حکومتي چارو کې خلکو ته د خدماتو رسولو لړۍ چټکه شوې ده.