امریکا ته د روسیې خبرداری؛ ښایي د ټرمپ دوره کې اټومي ازموینه وکړي
نړېوالې رسنۍ وايي، پرون د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف، د ټرمپ نوې ادارې ته خبرداری ورکړی، چې د ټرمپ سختو دریځونو له امله به د نوموړي په دوره کې اټومي ازموینه ترسره کړي.
رویټرز خبري اژانس د ریابکوف له قوله ویلي، اوس نړېوال وضعیت خورا پېچلی شوی او امریکا له روسیې سره د دښمنۍ په لټه کې دی.
ریابکوف چې د روسیې د وسلو د کنټرول څارنه کوي ویلي، د ټرمپ له لوري د سختو دریځونو له امله دغسې اقدام ته مخه کوي.
د راپورنو له مخې، په دې لړ کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان وکړ، که امریکا دښمنانه چلند ته ادامه ورکړي، هېواد به یې د خپلو اټومي ازموینو د بیا پیلولو پر امکان غور وکړي.