افغانستان ته په ټیټ نظر کتونکي دي له روس او امریکا پند واخلي

افغانستان ته په ټیټ نظر کتونکي دي له روس او امریکا پند واخلي افغانستان
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي پر افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل ۴۵ کالیزې په مناسبت مراسمو کې د پکتیکا برمل ولسوالۍ کې د پاکستان وروستیو بریدونه ته په اشارې وویل، هغه هېوادونه چې افغانستان په ټیټه سترګه ګوري له برېټانیا، شوروي او ناټو دې عبرت واخلي.

 

ښاغلي امیرخان متقي د پاکستان له خلکو او حکومت وغوښتل، چې د هغو کړیو مخنیوی دې وکړي، چې د پاکستان او ګاونډیو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښوي.

 

نوموړي همداراز زیاته کړه، چې افغانان احسان فراموشه خلک نه دي د جهاد او هجرت په وخت کې به د پاکستان ښه هېر نه کړي او وروستي بریدونه به هم هیڅکله هېر نه کړي.

 

امیرخان متقي داسې مهال پاکستان ته دغه ګوتڅنډنه کوي، چې وړمه شپه د پاکستان هوایي ځواکونو د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ کې پر ملکي وکړو او وزیرستاني کډوالو بمباري وکړه، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶تنه شهیدان او ۶ تنه نور ټپیان شول.

تړلي موضوعات