د اسرائیلو هوايي برید کې د پنځو خبریالانو په ګډون لس تنو ژوند له لاسه ورکړی

د اسرائیلو هوايي برید کې د پنځو خبریالانو په ګډون لس تنو ژوند له لاسه ورکړی نړۍ
غزه کې په نښه خبریالان

رویټرز خبري اژانس د غزې روغتیا وزارت له قوله لیکلي، د اسرائیلو هوايي ځواک نن پنجشنبه غزه کې د خبریالانو یو موټر په نښه کړ چې ټول پنځه سپارو ژوند له لاسه ورکړ.

 

د راپورونو له مخې، دوی د القدس ټلوېزیون کارکونکي وو او د العوده روغتون ته څېرمه په هوایي برید کې په نښه شوي.

 

سرچېنه لیکي دویم برید د غزې زیتون سېمې ته نږدې پر ملکي وګړو شوی چې ۵ کسان یې شهیدان او تر شلو زیات یې ټپیان کړي دي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې غزه کې اسرائیل د خپلو جنایتونو د افشا مخنیوي په موخه د رسنیو کارکوونکي په نښه کوي او تر دې مهاله یې څه باندې ۲۰۰ خبریالان په قصدي بریدونو کې په نښه کړي دي.

تړلي موضوعات