د ا.ا.ا په راتګ سره شاوخوا ۴۳ زره کسان د ازادې سیالۍ له لارې په دندو ګمارل شوي

د ا.ا.ا په راتګ سره شاوخوا ۴۳ زره کسان د ازادې سیالۍ له لارې په دندو ګمارل شوي افغانستان
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي کابل کې د ۲۳۰۰ محصلینو فراغتغونډه کې ویلي، د اسلامي امارت له بیا حاکمیت را وروسته شاوخوا ۴۳ زره کسان د ازادې سیالۍ له لارې په امارتي ادارو کې ګمارل شوي دي.

 

نوموړي همدا راز زیاته کړې، هڅه کوي چې له پوهنتونونو څخه فارغانو لپاره د کار زمینه برابره کړي.

 

له بل لوري بیا د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر یادو مراسمو کې د ګډون پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت د دیني او ملي ارزښتونو سره سم د زده کړو شرایط برابر کړي.

 

ښاغلي عبدالکبیر له فارغانو غوښتي، چې د خپل علم په وسیله د هېواد په ابادۍ کې ونډه واخلي.

 

د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت په راتګ سره د زده کړو بهیر کیفیت او پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه شوې او ښوونیز بنسټونه ورځ تربلې د ټولنې له غوښتنو او معیار سره سم د زده کوونکو په روزنه کې بوخت دي. 

تړلي موضوعات