د دولتي پوهنتونونو استادانو ته اعاشه او اباته منظوره شوه
د لوړو زده کړو وزارت خبر ورکړی، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د خاص شفقت او حکم له مخې د لوړو زده کړو اړوند د ټولو امارتي تحصیلي نهادونو هغه استادان، چې په بېلابېلو ولایتونو کې د هېواد د بچیانو د تدریس چارې پر مخ وړي او مسافر دي، د اوسېدو ځای او اعاشه ورته منظوره شوه.
یاد وزارت زیاته کړې، چې د دغه حکم پر بنسټ لوړو زده کړو وزارت ته دنده سپارل شوې ده چې د یادو استادانو لپاره د اوسېدو ځای او د اعاشوي موادو چمتو کولو په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.
لوړو زده کړو وزارت ډاډ ورکړی، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د یاد ځانګړي حکم د تطبیق په برخه کې ژمن دي او په نږدې راتلونکې کې به یې په اړه اړین اقدمات ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته تحصیلي برخې ستونزو حل او پراختیا ته ځانګړې پاملرنه شوې ده، چې دا اقدامات د ولس له تود هرکلي سره مخ شوي دي.