د پاکستان بریدونو کې ۴۶ کسان شهیدان شوي دي
د پاکستان الوتکو تېره شپه د پکتیکا برمل ولسوالۍ په څلورو بېلا بېلو سیمو وحشیانه بریدونه کړي چې ۴۶ کسان یې شهیدان او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت ویلي، شهیدانو کې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.
دغو بریدونو کې د یادې ولسوالۍ څلور ځایونه په نښه شوي، چې یو شمېر کورونه هم په کې ویجاړ شوي دي.
اسلامي امارت په خپل توند غبرګون کې ویلي، چې دا برید به بې ځوابه پرې نږدي.
د یادونې ده، چې څه موده وړاندې هم پاکستاني الوتکو د افغانستان پکتیکا او خوست ولایتونو ځینې سیمې بمبار کړې وې، چې اسلامي امارت هغه وخت د پاکستان یرغلیز اقدام ته توند غبرګون وښود او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې یې د پاکستان ګڼ نظامي مرکزونه په نښه او وویشتل.