د پاکستان ځانګړي استازي د افغانستان کورنیو چارو وزیر سره کتلي

د پاکستان ځانګړي استازي د افغانستان کورنیو چارو وزیر سره کتلي سیاست
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سره کتلي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق د افغانستان کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني سره د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي او شته ستونزو د حل لپاره پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې.

 

دې کتنه کې صادق خان ویلي، ژمن دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې په ګډو هڅو حل کړي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او ولسي اړیکې لا پیاوړې شي.

 

بلخوا دې کتنه کې د کورنیو چارو وزیر ویلي، وخت د دې غوښتنه کوي، چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې چټکې او د دواړو ملتونو اړیکې له زیانمنېدو وساتل شي او د سیمې ثبات او پرمختګ تضمین شي.

 

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان تېره ورځ کابل ته راغلی دی.

 

د پاکستان دا استازی داسې مهال کابل ته راځي، چې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې سړې شوې او وخت نا وخت پاکستاني چارواکي په افغان لوري بې بنسټه تورونه پوري کوي، هغه څه چې اسلامي امارت په وار وار رد کړی دي.

تړلي موضوعات