بغلان کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۵۰ امنیتي کامرې نصب شوې
د بغلان امنیه قومندانۍ وایي، د دغه ولایت مرکز پلخمري ښار کې د جنایي جرمونو، غلاوو او د مجرمینو د پېژندنې په موخه یې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت ۳۵۰ امنیتي کامرې نصب کړې دي.
سرچینه زیاتوي، لګښت یې د کورنیو چارو وزارت له لوري ورکړل شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې د امنیت ټینګښت ته لومړیتوب ورکړی او په همدې موخه یې ګڼ شمېر ولایتونو کې د جنایي جرمونو مخنیوي په موخه امنیتي کامرې نصب او ګرځنده ځواکونه ګمارلي دي.