یمن پر اسرائیلي اشغالګرو توغندیز بریدونه کړي

یمن پر اسرائیلي اشغالګرو توغندیز بریدونه کړي نړۍ
پر اسرائیلو د یمن توغول شوي توغندي

الجزیرې ټلوېزیون خبر ورکړی، چې نن شنبې سهار د یمن له لوري پر اسرائیلو توغول شوي توغندي پر تل ابیب لګېدلي دي.

 

په ورته مهال اسرائيلي رسنیو راپور ورکړی، چې تر دې مهال په دغو بریدونو کې ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.

 

د اسرائیلو اشغالګر پوځ هم د یمن له لوري د توغندیو توغول تائید کړي او د دې توغندیو په حنثی کولو کې ناکام او په خپلو اهدافو لګېدلي دي.

 

په ټولنیزو رسنیو کې هم په خپرو شویو ویډیو ګانو کې ښکاري، چې په تل ابیب ښار کې راکټونه لګېږي.

 

تر اوسه دا نه دې ویل شوي، چې د یمن له لوري پر اسرائیلو څومره توغندي توغول شوي دي.

تړلي موضوعات