د هرې ورځې په تېرېدو د هېواد اسلامي اردو پیاوړې کېږي
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ۲۱۵ عزم قول اردو له ښوونیز مرکز له شپږمې دورې څخه ۱۰۰۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول.
په همدې موخه مراسمو ته د ۲۱۵ عزم قول اردو قومندان ملا شراف الدین تقي ویلي، د مجاهدینو قربانیو، سرښندونو او اتلولیو او الله په نصرت شل کلن اشغال مات او هېواد کې یې اسلامي نظام حاکم کړ.
نوموړي نویو فارغینو ته په خطاب کې ویلي، د ملي او اسلامي ارزښتونو، بشپړې خپلواکۍ او د هېواد سرحدونو څخه په کلکه دفاع کوئ.
دا په داسې حال کې ده، چې دا مهال د هېواد په ټولو نظامي ځایونو کې زرګونه مجاهد سرتېرې په مسلکي زده کړو بوخت دي.