پاکستان کې د افغان زده کړیالانو ستونزو حل په اړه خبرې شوې
اسلام اباد کې د اسلامي امارت سفیر سردار احمد شکېب د پاکستان لوړو زده کړو کمېسیون رئیس ډاکټر مختار احمد سره پاکستان کې د افغان زده کړیالانو ستونزو پر حل خبرې کړې دي.
دې کتنه کې د افغانستان سفیر تحصیلي بورسونه او وېزې، لیلیه او لنډ مهاله کورسونه د افغان زده کړیالانو اساسي ستونزې بللې دي او له پاکستان لوري یې په حل کې د مرستې غوښتنه کړې.
بلخوا ډاکټر مختار احمد د افغان زده کړیالانو د ستونزو د حل ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، اړتیا ده چې د افغانستان او پاکستان پوهنتونونه د ظرفیت جوړونې او تحصیلي اسانتیاوو په برخه کې باید له یو بل سره زیاته مرسته وکړي.
پاکستان کې د اسلامي امارت سفارت له لوري د افغان زده کړیالانو د ستونزو حل لپاره داسې مهال هڅې پیل شوې دي، چې تر دې وړاندې هغوی پاکستان کې تحصیلي اسانتیاوو ته له نه لاسرسي شکایت درلود.