وزارتونه او امارتي ادارې دې د هېواد په کچه لویې پروژې په ګوته کړي

وزارتونه او امارتي ادارې دې د هېواد په کچه لویې پروژې په ګوته کړي افغانستان
د اقتصادي معاونیت غونډه

اقتصادي معاونیت له روسي پلاوي سره د شریکو شوو اقتصادي موضوعاتو د تعقیب په موخه له سکټوري وزارتونو سره ځانګړې غونډه نن یکشنبې په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره کړه.

 

یاد معاونیت زیاته کړې، یو شمېر وزارتونو او امارتي ادارو ته د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ دندې وسپارل شوې څو د خپلې کاري ساحې اړوند د هېواد په کچه لویې او مهمې اقتصادي پروژې په ګوته کړي او له تفصیلي معلوماتو سره یې یاد معاونیت سره شریک کړي.

 

دغه معاونیت به یادې پروژې د روسیې فدارسیون د ملي امنیت شورا عمومي منشي سرګي شویګو په مشرۍ له هغه لوړ پوړي پلاوي سره شریکې کړي چې د روانې قوس میاشتې په پنځمه نېټه کابل ته راغلی و.

 

یاد روسي پلاوي له برادر سره د لیدنې پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ کچې پر زیاتېدو ټینګار کړی وو او په دې برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې وه.

تړلي موضوعات