فرانسه کې وسلوال برید؛ پنځو تنو ژوند له لاسه ورکړی

فرانسه کې وسلوال برید؛ پنځو تنو ژوند له لاسه ورکړی نړۍ

سکای نیوز خبر ورکړی، چې دا برید تېره ورځ د فرانسې شمالي برخې انکرک ښار کې شوی چې دوه پولیس په کې وژل شوي او درې تنو عامو وګړو هم ژوند له لاسه په کې ورکړی.

سکای نیوز زیاته کړې، برید یو ۲۲ کلن فرانسوي د کډوالو یو کمپ ته څېرمه کړی.
تر اوسه د وژل شویو درې عامو کسانو پوره هویت نه دی په ډاګه شوی خو د دوو نومونه یې «هادي او حمید» ښودل شوي.

پولیسو ویلي چې وسلوال کس فرانسوی دی او په موټر کې یې درې میله نورې وسلې هم موندل شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې غربي هېوادونو کې ورځ تر بلې وسلوال بریدونه ډېرېږي، چې د دې هېوادونو امنیت او ډاډمنه فضا یې ننګولې.

تړلي موضوعات