د تحصیلي بنسټونو نصاب کې به نړېوال معیار او د ټولنې غوښتنې په پام کې ونیول شي

د تحصیلي بنسټونو نصاب کې به نړېوال معیار او د ټولنې غوښتنې په پام کې ونیول شي افغانستان
د لوړو زده کړو وزارت

لوړو زده کړو وزارت د خبر له مخې، د هېواد تحصیلي نهادونو د ښوونې او روزنې برخې د رياضي، فزيک، کيميا او بيولوژي څانګو د تحصيلي نصاب د بيا کتنې او پراختيا دویم پړاو کلسټر پيل شو.

 

د لوړو زده کړو وزارت د تحصیلي نصاب رئیس مفتي عبدالرؤف فراهي د یاد کلسټر په تړاو ویلي، یاد مضامین د ټولو ساینسي او تجربي علومو اساس دي.

 

نوموړي د کلسټر له ګډونوالو غوښتي چې په نصابونو کې نړېوال معیارونه، ملي او دیني ارزښتونه او د ټولنې غوښتنې په پام کې ونیسي.

 

سرچینې د ښاغلي فراهي له قوله ویلي، چې د ساینسي علومو برخه کې د نړۍ اوسني پرمختګونو برخه کې د مسلمان عالمانو رول له یونانیانو او غربیانو زیات او بنسټیز دی.

 

دا په داسې حال کې ده، چې په تحصیلي نهادونو کې د لسیزو پخواني کتابونه تدریس کېدل چې د ټولنې اړتیاوې یې نشوای پوره کولای خو د مګړۍ د اسلامي امارت په راتګ سره دغه برخه پر نوي والي راڅرخي.

تړلي موضوعات