د اهل تشیع تر ۲۰۰ زیاتو عالمانو او مخورو د شهید حقاني د فاتحې مراسمو کې ګډون وکړ

د اهل تشیع تر ۲۰۰ زیاتو عالمانو او مخورو د شهید حقاني د فاتحې مراسمو کې ګډون وکړ افغانستان
اهل تشیع علمانو او مخورو د شهید حقاني فاتحې مراسمو کې

د هېواد په کچه د اهل تشیع تر ۲۰۰ تنو زیاتو عالمانو او مخکښو څېرو د کډوالو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د فاتحې مراسمو کې د ګډون په موخه د پکتیا ګردې څېړۍ ولسوالۍ ته تللي دي.

 

د اهل تشیع دغو عالمانو او مخورو د دین په لاره کې د حقاني کورنۍ د قربانیو ستاینه کړې او ویلي یې دي، دغه کورنۍ نه یوازې داچې په یوه سیمه او یا ولایت کې بلکې د هېواد په هره برخه کې د ولسونو په منځ ځانګړی محبوبیت لري.

 

دغو اهل تشیع عالمانو او مخورو د خلیل الرحمن حقاني شهادت د هېواد لپاره یو ستره ضایع وبلله په خبره یې، شهید حقاني د افغانستان ولسونو ته منلی شخصیت و.

 

د یادونې ده، چې تر اوسه د اسلامي امارت ګڼ شمېر چارواکي، مخکښې سیاسي څېرې، قومي مشران او زرګونه هېوادوال د شهید حقاني کورنۍ سره د خواخوږۍ په موخه ګردې څېړۍ ولسوالۍ ته د فاتحې په موخه تللي دي.

تړلي موضوعات