ارګ کې د شهید خلیل الرحمن حقاني فاتحه واخېستل شوه
د افغانستان رئیس الوزراء ملا محمدحسن اخند، اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د کابینې یو شمېر غړو په ګډون د ارګ جامع جومات کې د کډوالو چارو وزیر شهید خلیل الرحمن حقاني د فاتحې مراسم ترسره شول.
ارګ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغو مراسمو کې د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني په ګډون د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد، دیني عالمانو او مجاهدینو هم ګډون کړی وو.
دغو مراسمو کې ګډون کوونکو د شهید حقاني روح ته دعا وکړه.
د یادونې ده، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د شهید خلیل الرحمن حقاني د فاتحې مراسم دوام لري، چې د لوړپوړو چارواکو او د کابینې غړو سربېره تر دې مهاله سلګونو تنو په کې ګډون کړی دی.