د ملګرو ملتونو خبرداریو اسرائیل له خپل بې باکانه اقدام نه دي راګرځولي!

د ملګرو ملتونو خبرداریو اسرائیل له خپل بې باکانه اقدام نه دي راګرځولي! نړۍ
د اشغالګر اسرائیلو له لوري د سوریي په نښه تجهیزات

د بشارالاسد رژیم له نسکوریدو وروسته د سوریې پر خاوره د اسرائیلو له لوري روانو بریدونو د اسلامي نړۍ تر څنګ د ملګرو ملتونو سازمان اندېښنې هم زیاتې کړې دي.

 

د اسرائیلي رژیم له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، تر دې دمه یې هوايي او بحري ځواکونو په سوریه ۳۵۰ بریدونه کړي او د دمشق شاوخوا اتیا سلنه ستراتيژیکې پوځي وړتیاوې یې له منځه وړي.

 

همدې زیاتېدونکو هوايي او بحري بریدونو د ملګرو ملتونو اندېښنې زیاتې کړي، تازه د دغه سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترېش ویلي، په پراخه کچه د سوریې ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت نقض د اندېښنې وړ ده.

 

ګوترش په خپله اېکس پاڼه لیکلي، سوریه کې د عمومي نظم ساتل مهم دي.

 

ګوترش داسې مهال دغه اندېښنه څرګنده کړې، چې د اسرائیلو له لوري سوریه کې پر پوځي اډو بریدونه دوام لري.

تړلي موضوعات